په غزني ولایت کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د شلګر ولسوالۍ په جلا سيمو کې يې د دښمن په ګزمو بريدونه ترسره کړل.
د خبرله مخې تېره ورځ 9 بجې د ناني په سيمه کې د اجيري اردو په ګزمه بريد وشو چې په مهال يې 2 عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.
دغه راز غرمه مهال 10 بجې په بسانه سيمه کې د اجيري اردو او سپيشل فور عسکرو ګډه ګزمه د مجاهدينو په کمين کېوتله او تر سخت بريد لاندي راغله.
نښته چې کابو يوساعت وغځېده په ترڅ کې يې 3 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 2 نور مرګوني ټپيان شول.
د جګړې په پای کې د دښمن الوتکو په سيمه درنه بمباري وکړه چې له امله يې د عامو خلکو باغونو ته زيان واوښت او چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
2014-02-25
افغانستان